ولسي جرګې د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودجه تصویب کړه

د افغانستان ولسي جرګه

د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودجې سند نن د ولسي جرګې له لوري تصویب شوه.

د افغانستان د ۱۳۹۹ کال ملي بودجه ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۸۹ یې عادي او ۱۳۹ میلیارده‌یې پراختیايي بودجه ده.

همدارنګه د دې ترڅنګ‌یې (۶۴ میلیارده افغانۍ اختیاري او ۷۵ میلیارده افغانۍ غیر اختیاري) بودجه په پام کې نیول شوې ده.

تر دې وړاندې د ولسي جرګې غړو انتقاد کړی و چې دغه بودجه متوازنه نه‌ده.