چخانسوري: د بهرنیو چارو وزارت د اصلاحاتو اجنډا به مخته وړم

چخانسوري چې تر دې مخکې په څو مهمو څوکیو دندې ترسره کړي پرون د ولسمشر غني له‌خوا د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او سیاسي معین په توګه وګمارل شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو نوي سرپرست وزیر محمد هارون چخانسوري ویلي چې په دغه وزارت کې به د اصلاحاتو اجنډا مخته وړي.

هغه دا خبره په ټویټر باندې کړې ده.

چخانسوري چې تر دې مخکې په څو مهمو څوکیو دندې ترسره کړي پرون د ولسمشر غني له‌خوا د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او سیاسي معین په توګه وګمارل شو.

چخانسوري په خپل ټویټ کې د بهرنیو چارو پخوانی سرپرست وزیر ادریس زمان ستایلی چې په خبره‌یې په بهرنیو چارو وزارت کې یې د اصلاحاتو لپاره بنسټ پوخ کړ.

ادریس زمان د ۲۰۱۸ کال په اکټوبر کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شو او د ۲۰۱۹ کال په اکټوبر کې د صلاح‌الدین رباني تر استعفا وروسته د دغه وزارت سرپرستي ور له غاړې شوه.

زمان په خپلې سرپرستۍ کې د بهرنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د اصلاحاتو طرحې جوړې کړې وې او په مهمو کور دننه او بهرنیو ډپلوماتیکي څوکیو کې یې ځیني تغییرات راوستي و.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې له ولسمشر سره په ګډه ملي یووالي حکومت مخته وړي وړمه ورځ د ولسمشر له‌خوا د ځینو نورو ګمارنو په اړه انتقاد کړی و او ویلي یې و چې خپل‌سرې ګمارنې به هېواد د بې‌ثباتۍ له خطر سره مخ کړي.