محب: افغان بلوڅان دې خپل ځوانان په امنیتي ځواکونو کې شامل کړي

ښاغلي محب پرون په کابل کې د بلوڅانو شورا له استازو سره په کتنه کې دا موضوع مطرح کړه.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمد الله محب د افغان بلوڅانو له عمومي شورا غوښتنه وکړه چې خپل ځوانان په امنيتي ځواکونو کې شامل کړي.

ښاغلي محب پرون په کابل کې د دې شورا له استازو سره په کتنه کې دا موضوع مطرح کړه.

د ملي امنيت شورا وياند جاوېد فيصل تېره شپه ازادي راډيو ته وويل: "د ملي امنيت سلاکار د بلوڅو سرتاسري شورا سره په غونډه کې وويل، د خاورې د دفاع لپاره لکه څنګه چې دغه قوم پخوا برخه اخيستې ده، اوس دې هم له دغه ادرس څخه ډېر ځوانان وهڅوي چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ليکو کې خلکو ته خدمت وکړي."

د ښاغلي فيصل په خبره په دې کتنه کې د بلوڅانو استازو غوښتنه وکړه چې د دوى له بې‌ځايه شويو کورنيو سره دې مرستې وشي.