د وسله‌والو ضد مبارزې لپاره د افغان ځواکونو پر پياوړتیا د ناټو ټینګار

ښاغلي سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې د اروپايي پارلمان د بهرنيو چارو کمېټې ته په وينا کې دا خبره وکړه.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ​ د افراطي وسله‌والو پر ضد د مبارزې لپاره د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو پياوړتيا مهمه وبلله.

ښاغلي سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې د اروپايي پارلمان د بهرنيو چارو کمېټې ته په وينا کې په افغانستان، عراق او نورو ځايونو کې د ناټو د ترورېزم ضد مأموريتونو ته په اشارې وويل: "زما په باور ناټو بايد د جنګي عملياتو وړتيا ولري، لکه څنګه چې مو له اړتيا سره سم د بالکان حوزې په هېوادونو، افغانستان او نورو ځايونو کې کړي دي، خو په اوږد مهال کې دا به غوره وي که موږ محلي ځواکونه تقويه کړو چې په خپله په خپلو هېوادونو کې د ترورېزم پر ضد وجنګېږي. ځکه تل به موږ ته د بهرنيانو په سترګه کتل کېږي. په ناټو کې اوس سوچ دا دى چې يوازې دې جنګي عمليات نه‌کېږي، بلکې پر دې فکر کېږي چې موږ محلي ظرفيتونه څنګه زيات کړو، لکه څنګه چې په افغانستان او عراق کې دا کار کوو."

په افغانستان کې جنګي مأموريت په ٢٠١٤ میلادي کال کې پاى ته ورسېد، خو په دغه هېواد کې د ٢٠١٥ میلادي کال له جنورۍ مياشتې د ناټو قاطع ملاتړ مأموريت روان دى.

دغه مأموريت د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو او ادارو پر روزنه، سلا مشوره او همکارۍ متمرکز دى.