قطر کې طالب مرکچي پلاوي له خلیل‌زاد او سکاټ مېلر سره لیدلي

ارشیف

طالب مرکچیانو قطر کې له ډاکتر زلمي خلیل‌زاد او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له قوماندان سکاټ مېلر سره لیدلي دي.

د طالبانو یو ویاند وايي د دې ډلې مرکچیانو تېر ماښام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په افغانستان کې د دېره نړیوالو ځواکونو له قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره په کتنه کې د سولې د موافقې د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېره شپه پر ټویټر په یوه بیان کې لیکلي چې د طالبانو په مرکچي پلاوي کې د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، شېر محمد عباس ستانکزی او مولوی امیر خان متقي شامل و.

بیان زیاتوي چې دا خبرې به نن سه شنبې هم دوام وکړي.

د خلیل‌زاد دفتر او په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندانۍ تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

شاهین د شنبې په ورځ پاکستانۍ ورځپاڼې ډان ته ویلي و، طالبان هیله‌من دي چې له امریکا سره موافقه به د روانې جنوري میاشتې تر پایه لاسلیک شي.

افغان حکومت له موافقې مخکې پر اوربند ټینګار کوي او وايي دایمي سولې ته د رسېدو یوازنۍ لاره اوربند ده.