د افغان سینما پېژندل شوی لوبغاړی جوانشېر حیدري ومړ

جوانشېر حیدري څو هنري فلمونه جوړ کړي او په دې وروستیو کې یې د افغانستان د سینماګرانو د ټولنې مشر په توګه دنده ترسره کوله.

د افغانستان د سینماګرانو د ټولنې مشر او د سینما پېژندل شوی لوبغاړی جوانشېر حیدري نن په حق ورسېد.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې حیدري د زړه د حملې له کبله د ۶۸ کلونو په عمر ساه ورکړه.

د دې وزارت ویاند صابر مومند له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د حیدري ځای به د افغانستان په هنري کورنۍ کې تش پاتې وي.

هغه زیاته کړه: "د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جوانشېر حیدري مړینه د هېواد په فرهنګي او سینمايي بهیر کې لویه ضایعه ګڼي، حیدري د دې ترڅنګ چې د افغانستان په سینما کې ونډه لرله د هېواد په روان فرهنګي بهیر کې په بېلابېلو برخو کې هم فعاله ونډه درلوده."

حیدري هنري فعالیت په ۱۳۵۰ لسیزه کې له راډیو افغانستان څخه پیل کړ او وروسته‌یې په ملي ټلوېزیون او افغان فلم کې دنده لرله.

هغه څو هنري فلمونه هم جوړ کړي دي او په دې وروستیو کې یې د افغانستان د سینماګرانو د ټولنې مشر په توګه دنده ترسره کوله.