زاخېلوال: د تاوتریخوالي راکمول هم اوربند ته د رسېدلو یوه لار ده

زاخېلوال په دایمي سولې ټینګار کوي، خو د تاوتریخوالي راکمول هم اوربند ته د رسېدلو لپاره یوه لار بولي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د افغانستان د سولې لپاره باید له هر رامنځته شوي فرصت نه استفاده وشي.

ښاغلي زاخېلوال چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو له جزئیاتو باخبر دی ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي، د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک ته چمتو ده، خو باید فضا رامنځته شي.

نوموړی په دایمي سولې ټینګار کوي، خو د تاوتریخوالي راکمول هم اوربند ته د رسېدلو لپاره یوه لار بولي.

له ښاغلي زاخېلول سره د ازادي راډیو خبریالې فېروزې عزیزي مرکه کړې او په سر کې یې ورنه د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ د سولې د روانو خبرو په اړه پوښتلي دي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

زاخېلوال سره مرکه