ارزګان کې نامعلومو کسانو ۲ پولیس وژلي

د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار یوه څنډه.

د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې پرون ماښام دوه پولیس د نامعلومه بریدګرو په ډزو ووژل شول.

دا خبره د ارزګان ولایت ویاند زړګي عبادي ازادي راډیو ته تأیید کړه.

هغه زیاته کړه: "یاد پولیس په ترینکوټ ښار کې د میرویس نیکه په جاده پر چیک پاینټ په تلاشي بوخت و چې نامعلومو وسله‌والو د کلاشنیکوف په ډزو ووژل او وسله‌وال له سیمې وتښتېدل."

عبادي وویل چې قضیه د پولیسو له‌خوا تر څېړنې لاندې نیول شوې او هڅه کېږي چې بریدګر ونیول شي.

چا د دې برید مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.