کابل کې د یوې کورنۍ ۴ غړي په تېشه وژل شوي

ارشیف

د کابل ښار په اوومه حوزه کې پرون یکشنبه ماښام د یوې کورنۍ څلور غړي د نامعلومه کسانو له‌خوا وژل شوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پېښه ازادي راډیو ته تأیید کړه.

رحیمي وویل: "د ورځې ناوخته ناشناسه کسان یوه کور ته تللي و د اوومې حوزې اړوند جنګلک په سیمه کې، هلته‌یې په تېشه باندې د یوه فامیل څلور غړي چې یوه مېرمن ده او درې یې ماشومان دي په شهادت رسولي دي. پولیسو ځان سمدستي سیمې ته رسولی او قضیه په جدي توګه تر څېړنې لاندې ده."

د رحیمي په خبره بریدګر د عبدالستار په نوم د ټرانسپورت وزارت د یوه کارکوونکي کور ته وراوښتي و.

تر اوسه پورې چا د دغه برید مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی، خو په دې وروستیو کې د کابل په بېلابېلو سیمو کې د وسلو او چړو په زور د غلاوو او مرګ‌ژوبلو پېښې زیاتې شوې دي.

د کابل جنايي پېښې او شوکونې په خواله رسنیو د یوه کمپاین د پیلېدو لامل هم شوي چې #کابل_امن_نه_دی" نوم ورکړل شوی.