ننګرهار کې د خبریالانو پر وړاندې ۵۰ سلنه تاوتریخوالی کم شوی

ارشیف

په ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي چې سږ کال یې په دغه ولایت کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶ پېښې ثبت کړي چې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه کموالی ښيي.

په ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي چې په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله سږکال د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د دغې کمېټې مسؤلینو نن له رسنیو سره د خپل کلني راپور د شریکولو پرمهال وویل چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ختیځ زون په کچه د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پروړاندې د تاوتریخوالي ۶ پېښې ثبت کړي چې د د ټپې کېدو او د مړینې کومه پېښه نه لري.

د ننګرهار د خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشر شېرشاه همدرد وایي چې په ثبت شویو ۶ پېښو کې یې د خبریالانو پروړاندې د ګواښونو، دسیسو او د خنډونو د جوړولو پېښې پکې شاملې دي.

هغه وویل: "په ۲۰۱۹ کال کې مونږ ټول ټال ۶ پېښې ثبت کړې وې، چې له ښه مرغه د مړینې یا ټپې کېدو پېښه نه لرو، یواځې د ټیلیفوني ګواښونو، د دسیسو جوړولو او د خبریالانو پروړاندې د خنډونو جوړولو پې پکې دي، چې دا د تېرکال په پرتله ۵۰ سلنه کموالی ښيي."

دا په داسې حال کې ده چې نی یا د ازادو رسنیو ملاتړ اداره په افغانستان کې ۲۰۱۹ میلادي کال د رسنیو لپاره خونړی بولي او وایي چې په دې کال کې د هېواد په کچه د رسنیو ۱۰ کارکوونکی او خبریالان وژل شوي دي.

د رسنیو د ملاتړ ادارې یا ني تازه موندنې ښيي چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۵ قضیې ثبت شوي دي.

په دې کې لس وژنې، ۲۱ د ټپي کېدو قضیې، دغه شان لس د وهلو ډبولو ، ۵۱ نورې د ګواښونو، د دې ترڅنګ لس قضیې د موقتي نیولو، اته د اختطاف او په دریو رسنیو حملې شوي دي.