ملګري ملتونه: افغانستان کې د خلکو د بېځایه کېدو لړۍ روانه ده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره (اوچا) وايي چې د جګړې له امله د خلکو د بېځایه کېدو لړۍ روانه ده.

ددې ادارې په یوه اعلامیه کې چې پرون د جنورۍ په ۱۸مه، خپره شوې، لیکل شوي چې په تېر میلادي کال کې ۴۳۷ زره افغانان د جګړې له امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

په اعلامیه کې همدا راز لیکل شوي چې په ۲۰۱۹ او ۲۰۱۸ میلادي کلونو کې ۲۴۵ زره کورنۍ په ختيځو ولایتونو کې د وچکالۍ له امله بېځایه شوي او د فقر له امله بېرته خپلو کلیو او کورونو ته نه شي ستنېدلای. جګړه او فقر هغه اساسي مسئلې دي چې بې کوره شوي افغانان خپلو کورونو ته له ستنېدو منع کوي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې اټکل کړی چې د روان میلادي کال تر پایه به د هغو افغانانو شمېر چې له یوې سیمې بلې ته په تېښته دي او ابتدايي بشري مرستو ته اړتیا لري یو میلیون ته ورسېږي.