"طالبان باید د افغانستان له حکومت سره د رسمي مذاکرو د پيل لپاره اوربند ومني"

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

د سولې په چاروکې د دولت وزارت وايي، د اوربند اعلان داسې شرط دی چې طالبان یې باید د افغانستان له حکومت سره د رسمي مذاکرو د پیل لپاره ومني.

د دې ادارې ویاندې ناجیه انوري پرون د جنورۍ په ۱۸مه، ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل چې د افغانستان حکومت دا شرط ددې لپاره ایښې چې د بې ګناه خلکو د قتل او د هغوی پر ضد د تشدد لړۍ بنده شي.

اغلې انوري وویل: "موږ بیا تاکید کوو چې زموږ شرط له طالبانو سره د مذاکرو لپاره اوربند دی. پردې چې ګویا طالبان د تشدد کمول مني، زموږ موقف دا دی چې د افغانستان دولت او خلک یې نه مني."

یوشمېر خبري رسنیو تېره اوونۍ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر په حواله وویل چې طالبانو په معین وخت کې، د تشدد د کمولو سره موافقه کړې ده.

د رپوټونو پر اساس، د امریکا د حکومت ځانګړی استازی او په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر غړي د یوې موافقې لاسلیک ته نږدې شوي دي.