نن جرمني کې د لیبیا د وضعیت په اړه د بحث لپاره نړیواله غونډه جوړېږي

په لیبیا کې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د معمر القذافي د واکمنۍ له ړنګېدو راهیسې کورنۍ جګړه روانه ده او په دې بډای هېواد کې دوه موازي ادارې فعالیت کوي.

په برلین کې نن، د جنورۍ په ۱۹مه، د لیبیا د وضعیت په اړه د خبرو لپاره نړیواله غونډه جوړېږي.

په دې نړیوال کنفرانس کې تر لسو د ډېرو هېوادونو استازي ګډون کوي.

په ملګرو ملتونو کې د لیبیا استازي غسان سلامه پرون په برلین کې د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "په لیبیا کې نن موږ یوازې متارکه کړې، خو غواړو چې په ريښتیني اوربند یې بدل کړو، داسې اوربند چې د بې وسلې کولو پروسه ورسره پیل شي. دوهم دا چې ملګري ملتونه غواړي چې د وسلو د تحریم مصوبه سمه عملي شي."

په برلین کې په ننني کنفرانس کې د روسیې جمهور رئيس ولادیمیر پوتین او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپئو هم برخه اخلی.

د چین، مصر، بریتانيا، الجزایر، متحده عربي اماراتو او ایټالیا استازي به هم هلته وي.

په برلین کې د دې نړیوالې ناستې په درشل کې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان له اروپايي هېوادونو غوښتنه وکړه چې په طرابلس کې حکومت په رسمیت وپېژني.

د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې واکمن حکومت د ملګرو ملتونو سازمان او ترکیې په رسمیت پېژندلی دی .

د ترکیې جمهور رئیس زیاته کړه چې په طرابلس کې حکومت غوښتنه ورڅخه کړې چې خپل ځواکونه ور واستوي.

په لیبیا کې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د معمر القذافي د واکمنۍ له ړنګېدو راهیسې کورنۍ جګړه روانه ده .

له هغه راهیسې د شمالي افریقا په دې بډای هېواد کې دوه موازي ادارې فعالیت کوي.

په طرابلس کې د حکومت پر ضد د جنرال حفتر په مشرۍ وسله وال جنګېږي.

په جرمني کې پرون هم د جنرال حفتر یو شمېر پلویانو په برلین کې اعتراضي مظاهره وکړه.

د لیبیا په ختيځ کې قبایلي مشرانو چې د جنرال حفتر تر واکمنۍ لاندې لاندې سیمو کې اوسېږي، ویلي چې په خپلو سیموکې به بندرونه او د نفتي موادو د تصفیې ځایونه بند کړي.

هغوی ویلي چې د طرابلس حکومت چې ملګري ملتونه یې ملاتړ کوي، د نفتي موادو د تصفیې له کارخانو او عوایدو د هغو وسله والو د تمویل لپاره کار اخلي چې ترکیې وراستولي دي.