"د افغانستان حکومت د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ د موافقې له جریانه خبر دی"

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې وویل چې د افغانانو د برخلیک په اړه پرېکړې د افغانستان د حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ په مخامخ رسمي خبرو کې کېږي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د طالبانو او زلمي خلیلزاد ترمنځ موافقه چې د لاسلیک کېدو خبرې یې کېږي، د افغانستان له حکومت سره مستقیماً ارتباط نه لري، خو دوی یې له جریانه خبر دي .

ددغه وزارت ویاندې، ناجیې انوري بېګا ازادي راډیو ته وویل، په هغه موافقه کې داسې موارد نشته چې په افغانستان پورې تړلې وي.

اغلې انوري وویل چې د افغانستان او د افغانانو د برخلیک په اړه پرېکړې به د افغانستان د حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ په مخامخ رسمي خبرو کې کېږي.

هغې وویل: "هغه مذاکرې چې اوسمهال روانې دي، هغه د امریکا او طالبانو ترمنځ دي. هغه څه چې لاسلیکوي د هغوی خپلمنځي موضوع ده، په هغه کې شامل مسایل، شرایط او څه چې لاسلیکېږي د افغانستان او د افغانانو د برخلیک په اړه پرېکړه نه کوي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د تېرکال د جولای په میاشت کې په دې اړه چې له طالبانو سره د موافقې لپاره کومې اساسي مسئلې مطرح دي ویلي و: "هغه څلور اساسي موضوعات چې بحث ورباندې کوو تروریزم، په افغانستان کې په اینده کې د امریکا د قواوو موجودیت، د افغانستان له حکومت سره مذاکره او اوربند دي."

خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو له سیاسي استازو سره خبرې جاري ساتلې دي.

په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون د پاکستان ډان ورځپاڼې ته وویل چې له امریکا سره په خبروکې یې ډېر پرمختګ کړی او ښايي د جنورۍ میاشتې ترپایه موافقه لاسلیک شي.

خو د خلیلزاد له لوري په دې اړه لا کوم بیان نه دی خپور شوی.

دا هم نه ده څرګنده چې دواړه خواوې پر هغو اساسي څلورو مسئلو په بحث کې کومې پایلې ته رسېدلی.

خو په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر حضرت عمر زاخېلوال بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د سولې د پروسې د راتلونکې په اړه خوشبین دی.

زاخېلوال زیاته کړه چې د ټول افغانستان په کچه تشدد کم شوی دی او دا د طالبانو له لوري انعطاف څرګندوي.

هغه د افغانستان پر دولت غږ وکړ چې له موقع استفاده وکړي.

اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د ټول افغانستان په کچه تشدد کم شوی دی او دا د طالبانو له لوري انعطاف څرګندوي.

ښاغلي زاخېلوال وویل: "طالبانوهېڅ کله اوربند نه دی رد کړی، خو په بین الافغاني مذاکراتو کې باید توافق ورباندې وشي. هغوی پر دې هم سلا شوي چې له امریکا سره د توافق تر لاسلیک وروسته په لسو ورځو کې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته حاضر شي."

یوشمېر خبري رسنیو تېره اوونۍ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر په حواله وویل چې طالبانو په معیین وخت کې، د تشدد له کمولو سره موافقه کړې ده.

خو د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي پرون پر ټوېټر لیکلي چې اوربند له طالباانو سره د افغانستان د حکومت د مخامخ خبرو د پیل لپاره مخکنی شرط دی.

د هغه ویاندې ناجیې انوري د دې خبرې د لا وضاحت لپاره ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان دولت له طالبانو سره د رسمي خبرو تر پیل مخکې اوربند غواړي او دا شرط د بې ګناه افغانانو د قتلونو د مخنیوي لپاره دی.

انوري زیاته کړه چې د افغانستان دولت او خلک یوازې پر دې قناعت نه شي کولای چې طالبان به د تشدد له کمولو سره موافق وي.

خو پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر حضرت عمر زاخېلوال د افغانستان د حکومت د دې شرط په اړه وویل چې په سختو دریځونو او تندو خبرو باید د سولې لپاره موقع ونه بایلل شي او له موجودو شرایطو سره باید ستراتيژیک چلند وشي.

ایا حکومت اندېښنه لري چې وسله وال طالبان به له امریکا سره د موافقې تر لاسلیک وروسته، له دوی سره له خبرو او د اوربند له ټینګولو شاته شي؟

زاخیلوال وویل، اندېښنې به وي خو سوله په دې ارزي چې حکومت هر ممکن خطر ومني.