صدیقي: که اوربند ونه شي د سولې روانې هڅې به "مناسبه نتیجه" ورنه کړي

د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وايي، ممکن طالب استازي د اوربند له طرحې سره له پاکستان راستانه شوي وي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د مذاکراتو له بیا پیلېدو سره د افغانستان حکومت وايي، که چېرې طالبان په اوربند هوکړه ونه کړي، د سولې روانې هڅې به مناسبې پایلې ته ونه رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو اعلان کړی له امریکا سره د سولې د هوکړې لاسلیک ته نږدې شوي.

د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په کابل کې یوې ناستې ته وویل، ممکن طالب استازي د اوربند له طرحې سره له پاکستان راستانه شوي وي.

ښاغلي صدیقي وویل، د افغانستان د حکومت په غیاب کې د سولې پروسه بې معنا ده.

د هغه په خبره، د طالبانو سیاسي استازي له پاکستانه قطر ته له طرحې سره تللي او ممکن د اوربند یا د تاوتریخوالي د کموالي طرحه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خیلیزاد سره شریکه کړي.

"تردې شېبې چې زه له تاسو سره خبرې کوم، په دې اړه د پام وړ پرمختګ نه دی شوی. د افغانستان په حکومت کې زموږ برداشت دا دی، هر نوم چې دې طرحې ته ورکول کیږي او یا طالبان چې له پاکستانه قطر ته له هر وړاندیز سره ستانه شوي، هغه له زلمي خلیلزاد سره مطرح کوي، زموږ خلک باید د اوربند شاهدان اووسي."

په قوس میاشت کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې بیا پیل شوې او له شپږ ورځو مذاکراتو وروسته د طالبانو له لوري د بګرام په هوايي اډه له حملې سره سم په موقت ډول ودرول شوې.

تېره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر پاڼه لیکلي وو چې د دغې ډلې سیاسي استازي له ښاغلي خلیلزاد سره د سولې د هوکړې د لاسلیک د څرنګوالي د مراسمو په اړه خبرې پیل کړې.

په هغه وخت کې طالبانو اعلان کړی و چې طالب سیاسي استازي د تاوتریخوالي د کموالي او له امریکا سره د هوکړې د لاسلیک د مشورې لپاره پاکستان ته تللي دي.

په دې وروستیو کې داسې راپورنه هم ورکړل شوي چې د طالبانو سیاسي استازي د تاوتریخوالي د کموالي اوربند له طرحې سره له پاکستان قطر ته ستانه شوي دي.

اسوشیټډ پرس او فرانس پرس خبري اژانسونو د پنجشنبې په ورځ د طالب استازو چې نومونه یې نه دي ذکر شوي راپور ورکړی طالبانو د اوربند موقت طرحه له زلمي خلیلزاد سره شریکړه کړې.

دغو رسنیو د طالب چارواکو له قوله ویلي، د چهارشنبې په ورځ ناوخته د ۷ او لسو ورځو اوربند طرحه د قطر په پلازمینې دوحه کې له ښاغلي خلیلزاد سره شریکه شوې ده.

له دې وړاندې یوشمېر طالب سرچینو ویلي و، دغې ډلې هوکړه کړې چې د اوو ورځو لپاره به تاوتریخوالی را کموي.

خو طالبانو تراوسه په رسمي ډول د اوربند او تاوتریخوالي د راکمولو په اړه څه نه دي ویلي.

یوه پوښتنه چې مطرح کیږي هغه دا ده چې که له اوربند پرته طالبانو او امریکا هوکړه لاسلیک کړه، د افغانستان د حکومت دریځ به څه وي؟

ښاغلي صدیقي وايي، د قطر د خبرو د بیا پيل په اړه د افغانستان او امریکا ولسمشرانو غوښتنه دا وه چې بایداوربند وشي.

د نوموړي په وینا له اوربند پرته حتی د تاوتریخوالی کموالی به عملي نه وي.

"د تاوتریخوالي د کموالي موضوع افغانانو ته بشپړه ګونګه ده. که زه یې تشریح کړم، په دې معنا چې هره ورځ لس بریدونه نه کیږي، بلکې پنځه کیږي. یا خدای مه کړه، لس کسان دې نه مري، بلکې پنځه دې مړه شي. موږ په بشپړه توګه په افغانستان کې د تاوتریخوالي له منځه تلل غواړو."

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له دې پرته چې د اوربند او د تاویخوالي د کموالي په اړه څه ووايي، په خپل ټویټر پاڼه لیکلي و، د دغې ډلې سیاسي استازي له ښاغلي خلیلزاد سره د سولې د هوکړې د لاسلیک د څرنګوالي د مراسمو په اړه خبرې پیل کړې.

امریکايي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.