اردوغان: که اروپا لیبیا کې د کړکېچ حل غواړي د ترکیې د هڅو ملاتړ دې وکړي

اردوغان دا څرګندونې په هغه کالم کې کړي چې نن په پولیټیکو ویبپاڼه کې خپور شوی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر اروپا غږ کړی چې که غواړي په لیبیا کې کړکیچ پای ته ورسیږي، په دې هېواد کې دې د ترکیې د هڅو ملاتړ وکړي.

ترکیه په لیبیا کې د طرابلس حکومت ته چې په نړیواله کچه په رسمیت پیژندل شوی، پوځي ملاتړ برابروي.

اردوغان دا څرګندونې په هغه کالم کې کړي چې نن په پولیټیکو ویبپاڼه کې خپور شوی. دا د یکشنبې په ورځ په برلین کې تر هغې سرمشریزې مخکې دی چې په کې د لیبیا د ثبات هڅه کیږي.

د ډیپلوماتانو له څرګندونو او د یوې اعلامیې له مسودې ښکاري چې په دې غونډه کې به جرمني او ملګري ملتونه په لیبیا کې له ښکېلو لورو وغواړوي چې د سولې په لور د لومړي ګام په توګه پر اوربند او د څارنې پر یو مکانیزم سلا شي.

ترکیه په لیبیا کې د فایض السراج د طرابلس میشتي حکومت ملاتړ کوي او دده مخالف خلیفه حفتر چې د لیبیا په ختیځ کې د لیبیا د ملي پوځ په نوم د ځواکونو مشري کوي کودتاچي بولي.

اردوغان ویلي: "موږ به د لیبیا ځواکونه وروزو او ورسره به مرسته وکړو چې د ترهګرۍ، انساني قاچاق او نړیوالې ټولنې ته د نورو جدي ګواښونو پر ضد مبارزه وکړي."

ټاکل شوې حفتر او سراج دواړه برلین کې د ترکیې، روسیې، مصر او نورو لویدیځو او عربي هېوادونو له مشرانو سره یوځای دې غونډه کې برخه واخلي.