سهیل شاهین: هیله مند یو د جنورۍ ترپایه امریکایانو سره هوکړې ته ورسېږو

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین یوې پاکستانۍ ورځپاڼې ته ویلي، دوی هیله لري چې د جنورۍ میاشتې تر پایه به له امریکايي مرکچیانو سره یوې هوکړې ته ورسیږي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې نن د ښاغلي شاهین دا څرګندونې وروسته له هغې خپري کړي چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي په قطر کې له طالب استازو سره تازه دوه ورځنۍ خبرې کړې دي.

ښاغلي شاهین ددې دوه ورځنیو خبرو په اړه پر خپلې ټویټرپاڼې ویلي، د جنورۍ په ۱۶مه او ۱۷ مه دا خبرې ګټورې وې. نوموړي ویلي، خبرې د سولې د هوکړې لاسلیکولو په مراسمو متمرکزې وې، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي هیئت ددې خبرو په اړه په عامه توګه څه نه دي ویلي، خو رویټرز خبري اژانس د دوو سرچینو له قوله لیکلي، طالبان چمتو دي چې له امریکايي ځواکونو سره لس ورځنی اوربند وکړي، همدارنګه له افغان ځواکونو سره تاوتریخوالي راکم کړي او که هوکړه وشي، د افغانستان له دولتي چارواکو سره خبرې پیل کړي.

په ډان ورځپاڼه کې د ښاغلي شاهین په تازه څرګندونو کې ویل شوي، طالبان چمتوي دي چې له امریکايي لوري سره ددې هوکړې تر لاسلیک مخکې وسلوال بریدونه ودروي.