د کابل چاب ورځپاڼو د اوربند مسئلې ته کتنه کړې ده

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو او دغه شان په دغه هېواد کې د داعش ډلې د راڅرګندېدو څرنګوالي په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له قوله لیکلي، داعش بهرنۍ پدیده ده او افغانستان ته د هوا له لارې را انتقال شوې او په وینا یې ټول پوهیږي چې د افغانستان هوايي حریم د چا په واک کې دی.

په مقاله وړاندې راغلي، په افغانستان کې روانه جګړه خپلمنځي جنګ نه، بلکې له بهره تحمیل شوې جګړه ده چې له افغانانو قرباني اخلي.

دنیا ورځپاڼې لیکلي، سره له دې چې متحده ایالات افغانستان ته د ترهګرۍ د له منځه وړلو په هدف راغلی وو، خو په وینا يي د هغوی د پوځي حضور پرمهال نه یوازې دغه پدیده ونه ځپل شوه، بلکې داعش سر راپورته کړ.

وړاندې دغه شان راغلي، ښاغلي کرزي د افغانستان د ثبات لپاره د پاکستان او ایران رول مهم بللی او په وینا یې تر څو چې دغه دوه هېوادونه خپل رول ادا نه کړي، په سېمه کې ثبات نه شي رامنځ ته کېدای.

هېواد:

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، ایا طالبان د لنډې مودې اوربند ته تیار شوي؟

وړاندې راغلي، داسې راپورونه ورکړل شوي چې ګني طالب ډلې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد ته یو سند سپارلی چې په کې د ۱۰ ورځو لپاره د اوربند وړاندیز شوی دی.

په سرمقاله کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له قوله راغلي چې ویلي یې دي، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمېدل د طالبانو او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د سولې لور په لور یو ګام دی.

د سرمقاله لیکوونکي په باور، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي له خبرو څرګندیږي چې طالبان اوربند غواړي او بالاخره د تلپاتي سولې لپاره چمتو شوي، خو پاکستان بیا د اوربند پرځای د تاوتریخوالي کمولو مسئله رامنځته کړې ده، یعني طالبانو ته وايي چې اوربند ونه کړي، تاوتریخوالی کم کړي.

د سرمقاله لیکونکي به باور، دا په هر حالت کې جګړه او له اوربند سره په تقابل او ټکر کې ده.

د سرمقالې په نتیجه ګیرۍ کې راغلي، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر دا خبره په همدې معنی ده او نه یوازې پاکستان بلکې روسیه او ایران هم په دې جګړه کې خپله ونډه لري او په افغانستان کی یې د طالب او ترهګرۍ پرمټ د جګړې د دوام مثلث رامنځته کړی.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې هم د سولې او اوربند مسئلې په تړاو لېکلي دي.

د ورځپانې په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک ته نږدې شوی، د افغانستان جمهوري ریاست ویلي،هغه طرحه افغانانو ته د منلو نه ده چې اوربند په کې شامل نه وي.

ورځپاڼې لیکلي، په دغو خبرو اترو کې تر ډېره د تاوتریخوالي په کمېدو ټينګار شوی.