واشنګتن ایګزمینر: طالبانو په افغانستان کې د لنډمهالي اوربند وړاندیز کړی

واشنګټن ایګزمینر:

واشنګتن ایګزمینر ورځپاڼې لیکلي چې طالبانو په افغانستان کې د لنډمهالي اوربند وړاندیز کړی.

ورځپاڼې په امریکا متحده ایالتونو کې د پاکستان د پخواني سفیر حسین حقاني په حواله لیکلي چې ښايي دا وړاندیز د طالبانو یوه هڅه وي، څو په خپله خوښه موافقې ته ورسیږي.

حقاني په دوام کې ورځپاڼې ته ویلي چې طالبان غواړي امریکا له افغانستانه ووځي، څو د دغه هېواد کنټرول په لاس کې ونیسي.

د حقاني په باور تر اوسه پورې د طالبانو له لوري د افغانستان د اساسي قانون د منلو او د څو کلونو لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره هېڅ تعهد نه دی موجود.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تازه ویلي چې واک ته د طالبانو د بیا ور ګرځېدو په صورت کې هغوی ښځې د تعلیم له حقه نه شي محرومولی.

د ولسي جرګې یوې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعالې فوزیه کوفي ازادي راډیو ته وویل، ښايي ځینې طالبان هغه څه چې رژیم یې په افغانستان کې په خلکو په تېره بیا ښځو لورولي، تېروتنه وبولي.

خو د مېرمن کوفي په خبره، مهمه دا ده چې طالبان له خپلو تېروتنو تجربه واخلي.

د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو بحث په دې څو ورځو کې ډېر تود شوی.

د دواړو لوریو استازيو له چهارشنبې د سولې د یوه هوکړه لیک او اړوندو مراسمو په اړه خبرې هم پیل کړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له قطره په خپل ټوېټر لیکلي چې د سولې دا خبرې به څو نورې ورځې هم دوام وکړي.

هندوستان ټایمز:

د نولس کلنو د کرکټ نړیوال جام په لومړنۍ لوبه کې د افغانستان په لاس د کوربه جَنوبي افریقا ماتې د ګڼو سپورټي ورځپاڼو او خپرونو پام ور اړولی.

جمعه د ۲۰۲۰ کال له ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرکټ په نړیوال جام کې افغانستان د جنوبي افریقا ټول ټیم په ۱۲۹ منډو اوټ کړ او په ځواب کې یې ټاکلی هدف په پنځه ویشتم اوور کې پوره او لومړنۍ بریا یې خپله کړه.

هندوستان ټایمز لیکلي چې د افغانستان ورو توپ اچوونکي شفیق الله غفاري په شپږو ویکټو جَنوبي افریقا هواره کړه.

د مقالې له مخې، کله چې د ګوګلي بال په وړتیا سمبال ورو توپ اچوونکی شفیق الله غفاري په دولسم اور کې بالنګ ته ووت د جَنوبي افریقا په ټيم یې ماته ور ګډه کړه.

له دې چې د جَنوبي افریقا ګڼ توپ وهونکي ښي لاسي وو، د هندوستان ټایمز په لیکنه د شفیق الله غفاري په بالنګ باندې تېر ووتل او اوټ شول.

کرک انفو ویب پاڼې هم لیکلي چې افغانستان نړیوال جام ډېر ښه پیل کړ.

د کرک انفو د مقالې له مخې د جَنوبي افریقا په کمبرلي کې د جمعې ورځې لوبه له پیل لږ وروسته د کوربه ټیم لپاره غټ سرخوږی شو.

د لیکنې په دوام کې راغلي چې افغان توپ اچوونکي شفیق الله غفاري شپږ ویکټې په پنځلسو منډو ترلاسه کړې او له کوربه یې لومړۍ لوبه وګټله.

د ۲۰۲۰ کال د کرکټ په نړیوال جام کې ۱۶ ټیمونه لوبیږي چې افغانستان به په ډي ګروپ کې له کاناډا او متحده عربي اماراتو سره هم لوبې وکړي.