د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه اي ته د ډونالد ټرمپ خبرداری

خامنه اي پرون د جمعې د لمانځه په خطبه کې ټرمپ مسخره وباله.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه اي ته خبرداری ورکړ چې له خپلو خبرو سره پام وکړي.

خامنه اي پرون د جمعې د لمانځه په خطبه کې ټرمپ مسخره وباله.

ولسمشر ټرمپ په ټویټر کې لیکلي، د ایران د ستر مشر په نوم منسوب چې په وروستیو کې ډېر ستر هم نه دی پاتې شوی، د متحده ایالتونو او اروپا په برخه کې ناوړه خبرې کړې دي.

ټرمپ زیاتوي چې د دوی اقتصاد د له منځه تلو په حال کې دی خلک یې ځوریږي او باید له خپلو خبرو سره ډېر پام وکړي.

خامنه اي په خپلو خبرو کې پر فرانسې، جرمني او بریتانیا هم انتقاد وکړ. دغو درېیو هېوادو ایران تورن کړی چې د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ژمنې یې سمې نه دي عملي کړي. د ایران مشر وویل چې مخکې یې لا دا خبره کړې وه چې پر دغو هېوادو باور نه لري، "دوی د امریکا په خدمت کې دي."