د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې افریقا ته ماتې ورکړه

افغان لوبډله د راتلونکي چارشنبې او جمعې په ورځو د متحده عربي اماراتو او کاناډا له ټیمونو سره لوبې کوي

تر نولسو کلونو کم عمر کرکټ ټیمونو ترمنځ د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په لړ کې افغانستان خپلې سیالې د سویلي افریقا لوبډلې ته ماتې ورکړه.

لوبه افریقا پیل کړه او په دېرشم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې افغانستان دغه هدف په پنځه ویشتم اور کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

افغان لوبغاړو ابراهیم ځدران او عمران نیمه سلیزې ووهلې او شفیق الله غفاري بیا په توپ اچونه کې ښه وځلېد او د افریقا شپږ لوبغاړي یې وسوځول.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان ټیم د لوبې لپاره بشپړه چمتووالی لري.

د افغانستان تر نولسو کلونو کم عمره ټيم بشپړه چمتووالی لري او شپږم ځل په نړیوال جام سیالیو کې ګډون کوي.

د هوتک په وینا، د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره کرکټ ټیم د راتلونکي چارشنبې او جمعې په ورځو د متحده عربي اماراتو او کاناډا له ټیمونو سره لوبه کوي.

د جنوبي افریقا په کوربه توب د نولس کلنو کم عمر کرکټ نړیوال جام سیالۍ د شپاړسو هېوادونو په ګډون کیږي.