خامنه اي: لویديځ هېوادونه دومره قدرت نه لري چې ایرانیان مات کړي

خامنه اي له خپلو هېوادوالو وغوښتل چې یو مټی شي.

د ایران مشر ایت الله علي خامنه اي په اتو کلونو کې لومړی ځل نن د جمعې د لمانځه په خطبه کې خبرې وکړې.

ده له خپلو هیوادوالو وغوښتل چې یو مټی شي.

ده وویل چې لویديځ هېوادونه دومره قدرت نه لري چې ایرانیان مات کړي.

خامنه ايي زیاته کړه: "یو ځواک او یو ملت دومره قدرت او روحي توان لري چې د نړۍ یو زورواکی متکبر قدرت په څپېړه ووهي، دا د الهي قدرت ښکارندويي کوي."

خامنه اي په خپله وینا کې وویل چې د اوکرایني الوتکې سقوط یوه ترخه پېښه وه.

د اوکراین نړیوال هوايي شرکت الوتکه د جنورۍ په درېيمه نېټه لس ورځې مخکې د امام خمیني هوايي ډګره پورته شوه خو څو شیبې وروسته ولوېده او ټول ۱۷۶ مسافر يې ووژل شول.