پاکستان: امریکا دې افغانستان کې ښکېل پاتې شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي واشنګټن ته د سفر پر مهال ویلي چې د امریکا متحده ایالتونه که له افغانستان څخه بالاخره سرتېري باسي هم، باید په دې هیواد کې ښکېل پاتي شي.

شاه محمود قریشي چې ټاکل شوې ده نن( جمعه) به د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو سره وګوري، یادونه کړې چې واشنګټن د افغانستان په اړه د نه پاملرنې هغې پالیسۍ ته ستون نه شي چې د 1989 میلادي کال د پخواني شوروي اتحاد د سرتېرو له وتلو وروسته یې خپله کړې وه.

قریشي چې د سټراټیژیکو او نړیوالو څېړنو په مرکز کې یې خبرې کولې وویل: "80 یم کلونه مه تکراروئ."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: "ان که له (طالبانو سره) یو بریالی توافق هم وشي، نګونې به پاتې وي، او د امریکا متحده ایالتونه، ملګرې او د ایتلاف شریکان یې باید په لا ډیر بامسولیته توګه له افغانستان څخه ووځي."

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په وینا: "دوی باید ښکېل پاتې شي، د جګړې لپاره نه بلکې د رغوونې لپاره."

امریکايي ځواکونه له ۲۰۰۱ میلادي کال راهېسې چې د طالبانو رژیم یې نسکور کړ په افغانستان کې د افراطي وسله والو ډلو سره جګړه کې ښکېل دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لېوالتیا ښودلې چې د امریکا دا اوږده جګړه به پای ته رسوي او له افغانستان څخه به شا او خوا ۱۳ زره امریکا سرتېري باسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

په تېر کال کې پاکستان په قطر کې د طالب استازو او د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خبرو د اسانتیا په برابرولو کې مرسته کړې.

خو دا خبرې پرلپسې له دې کبله له خنډونو سره مخ شوي چې واشنګټن له طالبانو د ځینو نورو غوښتنو تر څنګ د تاوتریخوالي کمول غواړي او افغان حکومت بیا د هر ډول توافق مخکې پر اوربند ټینګار کوي.

پرون د ورځې په پیل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په یو ویډیويي پیغام کې ویلي وو چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو ته چمتوالی ښودلی دی، او دا یې د امریکا او دې وسله والې ډلې ترمنځ د سولې د هوکړې په لور د پرمختګ یو ګام بللی و.

پاکستان د طالبانو د پخواني رژیم مهم ملاتړی و، او د دې رژیم تر نسکورېدو وروسته یې هم له دې ډلې سره خپل ملاتړ او اړیکې وساتلې.

بل خوا د اسوشیټیډپریس خبري اژانس د ځینو طالب سرچینو په حواله راپور ورکړی چې طالبانو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته د موقت اوربند طرح سپارلې ده.

اسوشیټیډپریس خبري اژانس د طالبانو د سرچینو په حواله چې نومونه یې نه دي اخیستي وايي، طالبانو د یوې اونۍ او لسو ورځو ترمنځ د اوربند وړاندیز کړی دی.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر که څه هم په څرګنده د اوربند د دې طرحې په اړه څه نه دي ویلي، خو ویاند یې سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي چې د طالبانو استازو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي چارواکو په دوحه کې د سولې د موافقې د لاسلیک او د اړوندو مراسمو په اړه خبرې کړې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

سهیل شاهین تېره شپه پر ټویټر ولیکل چې د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي د پنجشنبې په مازیګر او د چارشنبې په ورځ له امریکايي پلاوي سره ولیدل او "ګټورې" خبرې یې ورسره کړي.

ښاغلي شاهین لیکلي چې د دې لیدنو کتنو بهیر به دوام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي: "دوی (طالبان) عملي دي او ساده ګان نه دي، دوی هم ستړي دي."