پومپیو د لیبیا په اړه نړیوال کنفرانس کې ګډون کوي

په پام کې ده چې د متحدایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

په پام کې ده چې د متحدایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو راتلونکې اونۍ د لیبیا په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره جرمني ته ولاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون د جنوري په ۱۶مه وویل چې پامپیو د شنبې په ورځ برلین ته روانېږي او د یکشنبې په ورځ به د ملګروملتونو له خوا د لیبیا په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون وکړي.

وروسته له دې چې په طرابلس کې د نړیوالو له خوا د پېژندل شوي حکومت رییس فایض السراج په دې کنفرانس کې د ګډون ژمنه وکړه د حکومت مخالف ځواکمن پوځي قوماندان خلیفه حفتر هم پرون- پنجشنبې په اصولو کې موافقه وکړه چې د سولې په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

دا کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې پر پلازمېنه طرابلس د جنرال حفتر د ځواکونو د حملو له پیلېدو نهه میاشتې وروسته نړیوالو قدرتونو په لیبیا کې د یوه دوامداره اوربند د ټینګولو لپاره هڅې چټکې کړې دي.

په دې جګړو کې د جګړې د ښکېلو اړخونو دوه زره جنګیالي او له ۲۸۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.