اروپايي ټولنه: تهران دې اټومي هوکړه خوندي وساتي

ارشیف

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر پر تهران غږ کړی چې د ایران او لویدیځ ترمنځ اټومي هوکړه خوندي وساتي.

د اروپايي ټولنې ټاپ ډیپلومات پرون له تهران څخه وغوښتل چې له لویدیځو هېوادونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال هوکوړه خوندي وساتي.

د بهرنیو اړیکو او امنیتي پالیسۍ په چارو کې د اروپايي ټولنې عالي استازي جوزېپ بورېل د پنجشنبې په ورځ په نوې ډیلي کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په کتنه کې د منځني ختیځ پراخېدونکي کړکېچ ته د اشارې په ترڅ کې خبرداری ورکړ چې د ایران اټومي هوکړه اوس د پخوا په پرتله خورا زیاته مهمه شوې ده.

د ښاغلي بورېل ویاند پيتر ستانو وویل بورېل او ظریف زغردې خبرې وکړې.

ستانو پرون په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې بوریل د ایران د اټومي هوکړې د بقا لپاره د اروپايي ټولنې لیوالتیا په ډاګه کړه.

ستاتو زیاته کړه: "هغوی د اټومي هوکړې او د منځني ختیځ د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث وکړ، بورېل د ایران د اټومي هوکړې د بقا لپاره د اروپايي ټولنې پر دوامداره لېوالتیا او د سیمه ایز کړکېچ د کمولو لپاره په دې هیله چې اروپايي ټولنه به د کړکېچ له کمولو سره مرسته وکړای شي د اروپايي ټولنې پر کلکه لیوالتیا ټینګار وکړ."

د بریټانیا صدراعظم بوریس جانسن ویلي دي چې د ایران د اټومي هوکړې ځای د ولسمشر ډونالډ ټرمپ طرح نیولی شي خو فرانسه او جرمني دې موضوع ته بل ډول کتنه کوي.

د بریټانیا صدراعظم بوریس جانسن

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر ښاغلي بورېل تېر ماښام په نوې ډیلي کې د نړیوال بدلون تر عنوان لاندې غونډې ته د وینا پرمهال، د بریټانیا دریځ ته د اشارې په ترڅ کې پوښتنه وکړه، هغو چې غواړي دا هوکړه له منځه ولاړه شي او ادعا لري چې ځای به یې تر دې ښه موافقه ونیسي باید ووايي چې ښه هوکړه د چا لپاره؟

د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو او ایران ترمنځ اټومي هوکړه په دې هدف لاسلیک شوه چې تهران به د نړیوالو بندیزونو د لرې کېدو په بدل کې خپل اټومي پروګرام محدودوي خو دا هوکړه لومړی هغه مهال کمزورې شوه چې امریکا په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ترې ووتله او پر ایران یې بیا بندیزونو ولګول او وروسته تهران څوځلې په دې موافقه کې له خپلو مکلفیتونو په شا شو.

د امریکا د پوځ له خوا په عراق کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته او ورپسې د ایران له خوا د ځوابي اقدام په ترڅ کې په عراق کې د امریکا پر پوځي اډې د توغندیو حملې د ایران اټومي موافقه له نورو جدي ګواښونو سره مخامخ کړې ده.