ښار جوړونې او ځمکو وزارت: د سرپرست وزیر د ممنوع‌الخروج کېدو اطلاع نه‌لرو

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست جواد پیکار

د افغانستان د ښار جوړونې او ځمکو وزارت وايي چې دوی ته تر دې دمه هېڅ داسې مکتوب نه‌دی راغلی چې له مخې يې د یاد وزارت سرپرست ممنوع‌الخروج اعلان شوی وي.

وروسته له هغې چې د افغانستان د ښار جوړونې د سرپرست وزیر جواد پیکار د ممنوع‌الخروج کېدو په اړه رسنیو راپورونه خپاره کړل د دې وزارت ویاند وايي چې ښاغلی پیکار د تېر په څېر په وزارت کې خپل کار ته دوام ورکوي.

د دې وزارت ویاند حشمت ناصري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د مرغومې ۲۶» ازادي راډيو ته وویل: "ښاغلی پیکار هره ورځ خپل دفتر ته راځي او د وزارت په غونډو او جلسو کې برخه اخلي او خپل ورځني کارونه پر مخ وړي، د هغه مکتوب په اړه چې په رسنیو کې خپرېږي په دې اړه موږ ته د لویې څارنوالۍ یا هم ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري کومه رسمي اطلاع نه‌ده راغلې."

په دې وزارت کې د ځینو ګومارنو په اړه ولسمشر هم د څېړنو امر کړی دی.

له دې وړاندې یو شمېر رسنیو د لويې څارنوالۍ د مرستیال په لاسلیک داسې یو مکتوب خپور کړ چې په‌کې راغلي وو، د ولسمشر د سپارښتنې له مخې په ښار جوړونې وزارت کې ځینې ګومارنې د ولسمشر د فرمان خلاف دي چې باید څېړنه‌يې وشي.

په مکتوب کې دا هم لیکل شوي چې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت سرپرست په ترکیه کې جایدادونه پېرلي چې باید وڅېړل شي.

په دغه مکتوب کې ویل شوي چې په دې اړه د څېړنو تر پای ته رسېدو پورې دې د ښار جوړونې سرپرست وزیر ممنوع‌الخروج وي.

د لویې څارنوالۍ ویاند د دغه مکتوب په اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.

که څه هم د دغه مکتوب کره‌والی هېڅ دولتي ادارې تأیید یا رد کړی نه‌دی، خو دوه ورځې وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یو حکم له مخې امر کړی چې د ښار جوړونې وزارت سره د ځمکو د ادارې له ادغام وړاندې دې دغلته شوې ګومارنې وڅېړل شي.

ښاغلي غني په دې اړه د څېړنې لپاره د یو حکم له مخې چې په ترکیب کې یې لویه څارنوالي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون، د څېړنې عالي اداره او د ملي امنیت ریاست مؤظف کړي، پلاوي ته‌یې ۱۰ ورځې وخت ورکړی چې خپله څېړنه بشپړه کړي.

د ځمکو او ښار جوړونې وزارت ویاند وايي چې دغه حکم یاد وزارت ته رسېدلی، خو تر اوسه پلاوي کار نه‌دی پیل کړی.

د ښار جوړونې وزارت ویاند حشمت ناصري زیاته کړه: " یو حکم صادر شوی چې د ځمکو او ښار جوړونې د وروستیو اجراأتو په اړه څېړنې په‌کې کېږي چې زیاتره برخه‌یې د بودجې او د تشکیلاتو ادغام تشکیلوي، هر کله چې پلاوی څېړنې پیل کړي او وزارت ته راشي، موږ همکاریو ته چمتو یو."

په داسې حال کې چې د ولسمشر د حکم له صادرېدو دا دی دوه ورځې اوړي، خو لاهم څېړنې نه‌دي پیل شوي.

وموغوښتل چې په دې اړه د لویې څارنوالۍ نظر راواخلو خو دغه بنسټ هېڅ ځواب نه‌ورکوي.