قریشي: طالبانو د تاوتریخوالي کمولو ته لېوالتیا ښودلې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن د جنورۍ په ۱۶مه وویل چې طالبانو د تشدد کمولو ته لېوالتیا ښودلې او دا یو مثبت پرمختګ دی.

قریشي په یوه وېډیويي پیغام کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر وېب‌پاڼه خپور شوی، ویلي چې له طالبانو دا غوښتنه کېده چې تاوتریخوالی راکم کړي او دا د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د موافقې لپاره یو ګام و.

شاه محمود قریشي زیاتوي: "د امریکا او طالبانو خبرې له یوې مودې راهیسې روانې دي، پاکستان غوښتل چې د امن پر لور حرکت وشي، افغانستان او پاکستان امن ته اړتیا لري، نن یو ښه پرمختګ شوی، طالبانو څرګنده کړې چې د تاوتریخوالي د کمولو د غوښتنې منلو ته تیار دي."

په دوحه کې د وسله‌والو طالبانو یوې سرچینې د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د تاوتریخوالي د کمولو پر موافقه کار کېږي.

وروسته، اسوشیټډ پرس خبري اژانس د وسله‌والو طالبانو د سرچینو په حواله وویل چې هغوی په دې اړه د خپل وړاندیز سند پرون د امریکا پلاوي ته سپارلی دی.

خو د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزیر سلام رحیمي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د تاوتریخوالي کمول بې‌مفهومه خبره ده او دوی اوربند غواړي.