روحاني: اوس هم د پخوا په اندازه یورانیم غني کوو

ارشیف

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې هېواد یې هغومره زیات یورانیم غني کوي چې له نړیوالو سره د اټمي موافقې تر لاسلیک مخکې یې کول.

ایران په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له نړیوالو قدرتونو سره موافقه وکړه چې د اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې به خپل اټمي پروګرام محدود کړي.

خو د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د جنورۍ په ۱۶مه، په ټلوېزیوني وینا کې وویل چې پر ایران فشار زیات شوی، خو دوی پرمختګ ته دوام ورکړی دی.

غني شوي یورانیم د اټمي ریکټرونو لپاره د سوخت د توکو د جوړولو لپاره استعمالېږي، خو په عین وخت کې د اټمي وسلو په جوړولو کې هم کار ورڅخه اخیستل کېدلائ شي.

ایران د یورانیمو پر غني کولو ټول محدودیتونه په بشپړ ډول لیرې کړي دی.