روحاني له ایرانیانو د یو موټي پاتې کېدو غوښتنه وکړه

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني د چهارشنبې په ورځ په تهران کې د خبرو پر مهال له خپلو هېوادوالو وغوښتل چې یو موټی پاتې شي.

حسن روحاني وویل: "د دغو ټولو پېښو پر مهال هغه څه چې لاسته راوړو، ملي همغږي او ملي یووالی دی، اخري پایله باید ملي جلاوالی نه‌وي."

حسن روحاني همداراز د خپل هېواد له پوځه وغوښتل چې د الوتکې د ویشتلو په خاطر دې بخښنه وغواړي.

خو د سپاه پاسداران د هوايي ځواک مشر جنرال امیر علي حاجي‌زاده د چهارشنبې په ورځ وویل چې د الوتکې د ویشتلو په تېروتنه کې د ایران دښمنان ملامت دي ځکه دا کار ورباندې هغوی وکړ.

د اوکراین مسافر وړونکې الوتکه تېره اوونۍ چهارشنبه په تهران کې وویشتل شوه او ۱۷۶ کسان په‌کې ووژل شول.

د الوتکې د ویشتل کېدو پېښه څو ورځې وروسته له هغه وشوه چې امریکا په عراق کې د ایران لوړپوړی جنرال قاسم سلیماني وواژه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ په ویسکانسن ایالت کې د سلیماني د وژلو د اقدام دفاع وکړه.

هغه وویل: "زما په امر د امریکا پوځ بې‌عیبه هدفي عملیات وکړل چې د نړۍ تر ټولو لوی ترورېست‌يې وواژه، لومړی درجه ترورېست."

وروسته له هغه چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ومنله چې اوکراینۍ مسافر وړونکې بوینګ ۷۳۷ الوتکه دوی ویشتلې، د ایران په یو شمېر ښارونو کې خلکو د ایران د رژیم پر ضد مظاهرې وکړې.