ټرمپ له اردوغان سره پر ایران، سوریې او لیبیا غږېدلی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ټیلیفون له لارې د ایران، سوریې او لیبیا په اړه خبرې وکړې.

په دې اړه په هغو بیانونو چې پرون چهارشنبه د دواړه ولسمشرانو ادارو خپاره کړي، نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

په عین حال کې ټاکل شوې چې د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل به د راتلونکې یکشنبې په ورځ د ترکیې، روسیې، متحده ایالاتو، بریتانیا، فرانسې او ایټالیا د مشرانو کوربنه وي.

د برلین په دې غونډه کې به چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم په‌کې ګډون وکړي، په لیبیا کې د وسله‌وال کړکېچ په اړه بحث وشي.

د شمالي افریقا په دې هېواد کې د جګړې ښکېلې خواوې په اوربند سلا شوې دي.

له کله چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د لیبیا پخوانی واکمن معمر قذافي وژل شوی، په دې هېواد کې شخړې روانې دي.