روان کال له کندهاره ۱۶۷ زره ټنه سبزیجات پاکستان ته صادر شوي

ارشیف

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایع خونې چارواکي وايي، د روان لمریز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې له دې ولایت څخه پاکستان ته ۱ لکو ۶۷ زره ټنه سبزیجات صادر شوي.

د دې خونې مرستیال انجینیر عبدالباقي د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، په دې صادر شويو سبزیجاتو کې پیاز، بادرنګ او ګلپي شامل دي.

د ښاغلي عبدالباقي په خبره، د دې صادر شویو سبزیجاتو مجموعي قیمت ۲۱۳ میلیونه ډالره دی.

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال همدا شان وايي چې د تېر کال په پرتله سږ کال د سبزیجاتو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.