د ټرمپ د استیضاح دوسیه د امریکا مشرانو جرګې ته وړاندې شوه

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا استازو جرګې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح دوسیه مشرانو جرګې ته وړاندې کړه.

استازو جرګې چې ډیموکراتان په‌کې اکثریت دي، پرون د هغه پرېکړه‌لیک دوه مادې چې له مخې یې د مشرانو جرګه د ولسمشر ټرمپ د استیضاح محاکمه رسماً پیلوي، تصویب کړې.

په دې توګه به ولسمشر ټرمپ د امریکا په تاریخ کې درېیم ولسمشر وي چې استیضاح کېږي.

د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي د دغه سند تر لاسلیک مخکې وویل چې ټرمپ په دې کې پاتې راغلی چې د امریکا د اساسي قانون مطابق خپله دنده سرته ورسوي او هغه په خپلو اقداماتو سره د دې هېواد ملي امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی.

پلوسي زیاته کړه چې د مشرانو جرګې غړي به دا روښانه کړي چې اوسنی ولسمشر مسؤل وپېژني، دا چې هېڅوک له قانونه پورته نه‌دی او په راتلونکي کې د هېڅ یوه ولسمشر بیا دا په سر کې ورونه‌ګرځي چې هر څه‌یې چې غوښتي وي، هغه کولای شي.

د مشرانو جرګې چې جمهوري غوښتونکي په‌کې اکثریت دي، مشر مېچ مک‌کانیل وویل چې سناتوران به وروسته له هغې پر دې مسئلې غور پیل کړي چې په رسمي توګه دغه تصویب شوې مادې ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه چې د ټرمپ محاکمه به د راتلونکې سې شنبې په ورځ پیل شي.

ټرمپ په دوو مواردو، له قدرت څه د ناوړه استفادې او د کانګرس په وړاندې په خنډ ایجادولو تورن دی.