سیګار د افغان ځواکونو پر روزنه نیوکه وکړه

یو شمېر امریکايي سرتېري په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو د روزنې پر مهال

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالاتو سرمفتش یا سیګار د افغان ځواکونو پر روزنه نیوکه وکړه.

جان سوپکو په واشنګټن کې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته پرون وویل: "افغان پولیس له شپږو نیولې تر نهه میاشتو پورې روزل کېږي او په دې برخه کې باید پوځ ملامته نه‌شي، خو څرنګه کېدای شي چې د بلک هاک الوتکې پیلوټ، افغان پولیس ورزوي او دا هغه څه دي چې موږ لاهم ادامه ورکوو."

جان سوپکو وویل چې په افغان ځواکونو کې اداري فساد شته او دا فساد د دوی پر مؤثریت منفي اغېز کړی دی.

نوموړي په ورته وخت کې وویل چې بهرنیانو د امنیت د ټینګښت لپاره په ګڼو مواردو کې جنګسالارانو ته پیسې ورکړې دي چې ولایتونه او ولسوالۍ اداره کړي.

د ده په وینا که څه هم متحده ایالاتو دوی ته خبرداری ورکړی و چې رشوت به نه‌اخلي او په ځینو مواردو کې له یو شمېر کسانو سره حساب شوی دی، خو دغو جنګسالارانو ډېر افغانان مجبوره کړي دي چې طالبانو ته مخه کړي.

د افغانستان د بیارغونې د سرمفتش دفتر یا سیګار په ۲۰۰۸ میلادي کال کې جوړ شو چې په افغانستان کې د امریکا د دفاع وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړیوالې پراختیایي مرستو د کارونو څارنه وکړي.