'هند د افغان سولې په اړه هر راز همکارۍ ته چمتو دی'

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د هند له بهرنیو چارو وزیر جي شنکر سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.

د دې لیدنې کتنې په اړه چې پرون په نوې ډېلي کې وشوه، د ملي امنیت د سلاکار ویاند جاوید فیصل ازادي راډيو ته وویل: "د ملي امنیت سلاکار د هند له بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان د سولې لپاره په هغې سیمه‌ییزې اجماع خبرې وکړې چې څه ډول هند په‌کې لازمه مرسته وکړي څو د سیمې ترڅنګ د نړۍ په کچه هم هغه اجماع چې افغانستان ورته اړتیا لري جوړه شي."

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر افغان لوري ته ډاډ ورکړ چې نوې ډېلي په افغانستان کې د سولې لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو ده.

بل لور ته د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پرون په نوې ډېلي کې د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ګارټ بایلي سره وکتل.

په دې غونډه کې د افغان سولې او په جګړه کې د ملکي تلفاتو د کمېدو په اړه خبرې وشوې.