د لیبیا د حکومت مخالف مشر ته د ترکیې ولسمشر خبرداری

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي چې که چېرې په لیبیا کې د وسله والو مشر خلیفه حفتر د هغه هېواد پر حکومت چې ملګروملتونو په رسمیت پېژندلی حملې بندې نه کړي، ترکیه به سبق ورکړي.

ترکیه چې د ناټو تړون غړیتوب لري په لیبیا کې د طرابلس د حکومت ملاتړ کوي.

خلیفه حفتر ته دا اخطار اردوغان نن، د جنورۍ په ۱۴مه، په ټلوېزیوني وینا کې ورکړ. تردې وړاندې د لیبیا د طرابلس په ښار کې د په رسمیت پېژندل شوي حکومت مشر فایض السراج او د وسله والو مشر خلیفه حفتر په روسیه کې سره وکتل. خو دواړه پرته له دې چې د اوربند موافقه وکړي، له روسیې ولاړل.

دواړه رقیبان که څه هم پرون له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته تللي ول خو مخامخ یې نه دي سره کتلي. د روسي او ترکي سرچینو په حواله، دواړو تقریباً ۷ ساعته له روسي ډپلوماتانو سره د بندو دروازو شاته خبرې کړې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان نن وویل چې بلوا ګر حفتر له روسیې وتښتېد خو نړیوالو ته یې خپله اصلي څېره څرګنده کړه.

له کله راهیسې چې په لیبیا کې د معمر القذافي په مشرۍ سیسټم ړنګ شو، په لیبیا کې جګړه روانه ده. د طرابلس حکومت او د خلیفه حفترډله پر یوه او بل د تشدد تور پورې کوي.