په ۲۰۱۹ کال کې منځنۍ اسیا او څلور مهمې مسئلې یې

منځنۍ اسیا په ۲۰۱۹ م کال کې، څلور مهمې مسالې یې

۲۰۱۹ م کال په مرکزي اسیا کې د بیلابېلو پېښو شاهد و.

پنځه هېوادونه او له چین سره یې اړیکې، له افغانستان څخه د سخت دریځو اسلامي ډلو ګواښ، د انټرنټ د کنټرول له لارې د حکومتونو له خوا د معلوماتو د بهیر د کابو کولو څرنګوالی او په سیمه کې د څېرې پېژندلو له ټکنالوژۍ څخه پراخه استفاده په دې موضوعاتو کې شامل دي.

د مرکزي اسیا د هېوادونو او چین د اړیکو د لوري بدلون

۲۰۱۹ میلادي کال د چین په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو په لیدلوري کې د یو ډول بدلون کال و.

په تېرو شلو کلونو کې په منځنۍ اسیا کې ډېرو خلکو چین د کار او پیسو سرچینه ګڼله. مثلا چین په ۱۹۹۷ میلادي کال کې له قزاقستان سره د یوې نل لېکې لومړنی لوی قرارداد لاسلیک کړ. ددې پروژې موخه دا وه چې د قزاقستان له لویدیځ څخه تېل چین ته ولېږدوي.

ددې ترڅنګ د منځنۍ اسیا د هېوادونو او چین ترمنځ یو شمېر نورو قراردادونه هم لاسلیک شوي دي.

ان په ۲۰۰۸ میلادي کال کې چې اقتصادي بحران نړۍ نیولې وه، چین زیاتې پیسې لرلې او پانګونې ته په ځانګړې توګه د انرژۍ څخه په مالامال مرکزي اسیا کې، لېواله و.

یو ځل په ۲۰۱۱ میلادي کال کې چینايي جنرال لیو یاژو وویل، منځنۍ اسیا د کیک لویه ټوټه ده چې خدای پر چین لورولې ده. د هغې دې څرګندو پراخ غبرګون درلود.

خو دا تشبیه په منځنۍ اسیا کې د چین د پراخې پانګونې غوښتونکې هم وه.

پانګونه د چینايي کارګرانو سره یوځای وه. د ډېرو لپاره دا موضوع یو یرغل ته ورته وه.

په منځنۍ اسیا کې د زرګونو چینايي کارګرو موجودیت په ځینو هېوادونو کې د ځايي اوسېدونکو او چینايي کارګرو ترمنځ د اخ ډب پېښې هم له ځان سره لرلې او هم یې دا انګیرنې راپورته کړې چین غواړي خپلې پولې پراخې کړي.

د قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان په څېر هېوادونو کې د چین د کاري ځواک موجودیت د پخوا خاطرې ژوندۍ کړې وې.

چین د پخواني شوروي له نړیدو وروسته ددې هیوادونو د پولو د ټاکلو په خبرو اترو کې ښکیل و چې په پایله کې یې ددې درې هېوادونو ځینې برخې په پیکینګ پورې وتړل شوې.

د چین او تاجکستان ولسمشران

بله مسله د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د چین له خوا د پورونو د ورکړې مسله وه. د تاجکستان په سلو کې تر پنځه دیرش زیات بهرنی پور او د قرغزستان تقریبا نیمايي بهرنی پور له چین څخه دی.

بله اغیز لرونکې مسله په سینکیانګ کې له ایغور مسلمانانو سره د چین د چلند موضوع وه. په دې اړه په قزاقستان او قرغزستان کې د چین ضد احساسات زیات وو.

په منځنۍ اسیا کې د ترهګرۍ ګواښ

له هماغه وخت چې د منځنۍ اسیا هیوادونو له پخواني شوري اتحاد خپلواکي ترلاسه کړه، د ترهګرۍ ګواښ پر دې سیمه سیوری غوړولی دی.

منځنۍ اسیا له افغانستان سره تر دوه زره کیلومتره اوږده شریکه پوله لري. تر هغې چې افغانستان په جګړه کې ښکیل وي، د منځنۍ اسیا هېوادونه له دې اندېښنه لري چې ښايي ترهګري یې هېوادونه ته لاره وکړي.

په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د منځنۍ اسیا هیوادونه د ترهګرو بریدونو شاهد نه وو. یوازې تاجکستان د ۲۰۱۹ م کال د نومبر په شپږمه نېټه د افغانستان سره ددې هیواد پولې ته نژدې پر یوه امنیتي پوسته د برید خبر ورکړ، خو دا حکومتي خبر په پراخه توګه بې اعتباره وبلل شو.

د تاجکستان چارواکو وویل، د داعش ډلې وسلوال د افغانستان له کندز ولایت څخه د تاجکستان خاورې ته وراوښتي وو. د داعش وسلوالې ډلې ددې برید مسولیت منلی و. په دې برید کې د تاجکستان یو پولیس او یو تن پوله ساتی وژل شوي وو.

وروسته له ۱۵ څخه تر ۲۰ تنو پورې د وسلوالو د وژل کېدو سربېره د مرګ ژوبلې د زیاتیدو راپور ورکړل شو. خو ددې خبرې په څرګندیدو چې ښځې او ماشومان هم په دې برید کې ښکیل وو، نو له داعش ډلې سره یې د تړاو په اړه شکونه راپورته شول.

روسیه او چین هم د سخت دریځو اسلامي ډلو له ورتګ اندېښمن دي.

د روسیې چارواکو هم په ۲۰۱۹ میلادي کال په افغانستان کې د داعش د وسلوالې ډلې د جنګیالیو د موجودیت په اړه په وار وار اندېښنې څرګندې کړې دي.

خو څارونکي په دې باور دي چې روسیه په افغانستان کې د داعش وسلوالې ډلې د ګواښ په لوی ښودلو کې مبالغه کوي، څو له دې لارې د منځنۍ اسیا هېوادونه ووېروي او په دې کار له دې هیوادونو څخه په ځینو کې خپل حضور ته دوام ورکړی شي.

موسکا وکړئ – تاسو پټې کامرې ته مخ یئ!

د منځنۍ اسیا په یو شمیر هیوادونو کې په ۲۰‍‍۱۹ میلادي کال کې د څېرې پیژندنې له ټکنالوژۍ استفاده، یوه له بحث پاورونکو مسالو څخه وه.

د بېلګې توګه د ۲۰۱۹ میلادي کال د اکټوبر میاشت کې د قزاقستان د پلازمېنې نورسلطان اوسیدونکې ته فرصت ورکړل شو چې د نقدو یا بانکي کارت له لارې د پیسو ورکولو پر ځای دې، د ښاري بسونو کرایه کمرو ته د خپلو څېرو پر مخامخولو ورکړي.

د "فیس پې" په نوم یو شرکت د څېرې د پیژندلو د ټکنالوژۍ په کارولو دا کاروبار پراخ کړ. خلکو ته وویل شول چې په دې شرکت کې نومونه ثبت کړي. خو دې کار د خلکو غوسه او اعتراض راپورته کړ.

قزاقستان د څېرې د پیژندلو لپاره د خپلې ټیکنالوژۍ پر پراختیا هم کار کوي.

د چین په شینجن ایالت کې هم د خلکو د فعالیتونو د کنټرول او څارنې لپاره ددې ټیکنالوژۍ کارولو پراخ اعتراضونه راپارولي دي.

انټرنیټ: څومره بس دی

په ۲۰۱۹ م کال کې د انټرنیټ کنټرول هم د منځنۍ اسیا د حکومتونو لپاره د یوې مهمې مسالې په توګه پاتې وه.

ترکمنستان، پر اطلاعاتو د کنټرول او ورته د لاس رسي د مخنیوي له کبله په رسنیو کې مطرح و. تاجکستان هم په دې لاره له ترکمنستان ډیر شاته نه و. خو په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د بېلابېلو دلایلو له کبله د قزاقستان او ازبکستان پالیسۍ تر نورو ډیرې جوتې وې.

د بېلګې په توګه، قزاقستان کې د دویمې نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو د یاد په موخه د مې په میاشت کې یو لاریون پلان شوی و. خو په هغه ورځ د ازادي راډیو د قزاقي برخې ویب پاڼه او ځینې نورې سیمه ایزې ویب پاڼې وتړل شوې.

همدارنګه په هغه ورځ دغلته د فیسبوک، انسټاګرام، یوټیوب او ټلېګرام د تړل کیدو راپورونه هم ورکړل شوي وو.

د ۲۰۱۹ میلادي کال په پای ته رسیدو، ډیرې هغه ویب پاڼې چې مخکې تړل شوې وې بیرته په ازبکستان کې پرانیستل شوې. خو دغلته د ازادي اروپا/ ازادي راډیو ویب پاڼه لا هم تړلې ده.