له دې وروسته افغان شرکتونه قیمتي ډبرې پروسس کولای شي

له دې مخکې قیمتي ډبرې پاکستان ته قاچاقیدې او هلته د هغوی په نامه پروسس کېدې چې افغانستان ته یې اقتصادي زیان درلود.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره افغان شرکتونو ته جواز ورکول کېږي چې قیمتي ډبرې په هېواد کې دننه پروسس کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل، چې له دې لارې به سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

هغه زیاته کړه: "مونږ شرکتونو ته اجازه ورکوو څو دننه په هېواد کې دننه قیمتي ډبرې پروسس او بهر ته ولېږي، په دې وروستیو کې یو شرکت حاضر شو، چې دوه میلیونه ډالره پانګونه وکړي، له دې لارې به پنځه سوه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي."

تر دې وړاندې دغه قیمتي ډبرې پاکستان ته قاچاقیدې او د پاکستان په نامه پروسس کېدې چې دې کار افغانستان ته اقتصادي زیان درلود.