افغانستان کې وروستیو واورو او بارانونو ورېدو نږدې ۲۴ کسان وژلي

ارشیف

په ورستیو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د زیاتو واورو او بارانونو ورښت له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "هغه راپورونه چې تر اوسه مو ترلاسه کړي، شا او خوا ۲۴ کسان شهیدان شوي او او ۴۰ کسان ټپیان شوي دي، ۱۲۱ کورونه قسماً او ۱۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي."

د ښاغلي عظیمي په وینا دا مرګ ژوبله او ویجاړۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه ۷ هغو ولایتونو چې ډیرې واورې او بارانونه په کې شوي رامنځ ته شوي.

په دې ولایتونو کې کندهار او هلمند هغه ولایتونه دي چې سخت بارانونه په کې وریدلي.

همدارنګه په غزني، هرات، ارزګان، زابل، غور، ډایکندي او ځینو نورو ولایتونو کې هم واوارو او بارانونو دواړو زیان اړولی دی.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، مرګ ژوبله ډیره د کورونو د چتونو د نسکورېدو له کبله اوښتي، او په ولایتونو کې د دوی بیړنیو حالاتو کمیټو د قربانیانو او زیانمنو کورنیو سره نغدي او طبي مرستې کړي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي همدارنګه وویل چې د سالنګ په شمول د سختو واورو او توفانونو له کبله ځینې لویې لارې لا هم تړلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د خناق، شېبر، حاجي ګک او د بامیانو د یکاولنګ کوتلونه تړلي وو خو د یو شمېر نورو ادارو سره یې په شریکه همکارۍ په پرانېستلو توانیدلي دي.