د لیبیا جګړه کې د ښکېلو لوریو ترمنځ د سولې خبرې ځنډیدلي

ارشیف

په مسکو کې د لیبیا په جګړه کې د ښکیلو لورو د مشرانو ترمنځ د سولې خبرې تر نن ( سه شنبې) ځنډیدلي.

تر دې مخکې دواړو لوریو د روسیې او ترکیې له خوا د اوربند وړاندیز منلی دی.

په طرابلس کې د ملګرو ملتونو له خوا د لبیا د پېژندل شوي حکومت مشر فایض السراج، او رقیب یې خلیفه حفتر چې د لیبیا د ملي پوځ په نوم د وسله والو مشري کوي، د دوشنبې په ورځ د روسیې او ترکیې له لوړپوړو ډیپلوماټانو او پوځي چارواکو سره د خبرو لپاره وکتل.

دې خبرو ۷ ساعته دوام وکړ.

دا خبرې د تړلو دروازو تر شا وشوې، او سراج او حفتر مخامخ سره ونه کتل.

د دواړو خواوو ترمنځ د یکشنبې په ورځ یو ازمایښتي اوربند ټینګ شو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د هغه ترکي ساري مولود چاوش اوغلو وویل، سراج د هوکړه لیک مسوده لاسلیک کړه خو حفتر د غور لپاره د نور وخت غوښتنه وکړه.

په داسې حال کې چې د طرابلس شا او خوا لا هم وړې نښتې روانې دي، ورستي اوربند دغلته درنې جګړې او هوايي بریدونو کې یو څه کمې راوستی.

دواړه خواوې یو بل له دې اوربند څخه په سرغړاوي تورنوي.

لیبیا وروسته له هغې چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې په کې پخوانی واکمن معمر قذافي له واک لرې او وژل شو د کورني اخ ډب شاهده ده.