ایران: بریټانیا دې د "کومې نوې تیروتنې" له کولو ډډه وکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت

په تهران کې د بریټانوي سفیر له توقیف وروسته، ایران بریټانیا ته خبرداری ورکړی چې د "کومې نوې تیروتنې" له کولو ډه ډه وکړي.

په تهران کې د بریټانیا سفیر راب مکایر ویلي، دا د شنبې په ورځ وروسته له هغې په موقته توګه بندی شو چې تهران ته نژدې د ایران په توغندي د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو په یاد یې د ډیوو بلولو مراسمو کې ګډون وکړ.

د الوتکې د پېښې د قربانیانو درې تنه بریټانویان وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی بریټانوي سفیر د دې لپاره احضار کړی و څو "په غیرې قانوني لاریون کې د هغه د غیرې متعارف" ګډون په اړه ورته اعتراض وسپاري.

د دوشنبې په ورځ بریټانیا په دې هېواد کې د ایران سفیر حامد بعیدي نژاد احضار کړ څو د خپل سفیر راب مکایر په توقیف ورته اعتراض واوروي.

د بریټانیا د صدراعظم بوریس جانسن ویاند د دوشنبې په ورځ خبریالانو سره خبرو کې د ایران دا اقدام د ډپیلوماټیکو اړیکو په اړه د ویانا له کنوانسیسون څخه "نه منونکی سرغړاوی" وباله.

له بعیدي نژاد سره تر کتنې وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یو خبرداري کې وویل: "د بریټانیا له خوا هره نوې تېروتنه به د ایران له شدید تقابل سره مخ شي، چې مسول به یې لندن وي."

د ایران دولتي ټلویزیون د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت په حواله زیاته کړې: "تهران کې د قربانیانو په یاد غونډه کې د بریټانوي سفیر ګډون د ډیپلوماټیکو نورمونو خلاف وو."
مکایر پر خپل ټویټر لیکلي چې د الوتکې د نسکورېدو د پېښې د قربانیانو په یاد دا غونډه یې پنځه دقیقې وروسته له هغې پرېښوده چې ځینو خلکو شعارونه پیل کړل.

په همدې ورځ ایراني معترضانو په تهران کې د بریټانیا د سفارت پر وړاندې د دې هېواد بیرغ ته اور واچوه.