پمپیو: سلیماني دوه اونۍ مخکې د امریکا پر سفارت د برید امر کړی و

قاسم سلیماني د جنورۍ په درېیمه نېټه بغداد کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ایران د قدس ځواک پخواني قومندان دوه اونۍ مخکې په بغداد کې د امریکا پر سفارت د برید امر ورکړی و.

مایک پمپیو چې د دوشنبې په ورځ یې د سټانفورډ په پوهنتون کې وینا کوله، همدارنګه وویل چې قاسم سلیماني پوهېده چې د امریکا متحده ایالتونه د خپلو وګړو د ژوند دفاع کوي.

هغه زیاته کړه: "قاسم سلیماني د ډیسمبر په ۳۱ مه نېټه د امریکا پر سفارت د برید امر ورکړی وو، پر هغو خلکو چې په بغداد کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لپاره کار کوي، او زه تاسو ته ډاډ درکولی شم، له دې کبله چې نوموړی نور داسې خطر نه شي پېښولی، نړۍ تر پخوا خوندي ده."

قاسم سلیماني چې د کلونو راهېسې یې د ایران د قدس د ځواکونو مشري کوله په سیمه کې یې د ایراني پلوو ملیشو سره د تهران اړیکې ټینګولې، د جنورۍ په درېیمه نېټه په بغداد کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

ایران د دې برید په عکس العمل کې په عراق کې د امریکا پر پوځي اډو توغندي وویشتل، چې د امریکايي چارواکو په وینا ودانۍ یې تخریب کړي خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.