د ایران پوځي وړتیاوې څومره دي؟

د ایران هوایي ځواکونه یوازې ۵۰۹ الوتکې لري چې دا د کمیت او کیفیت دواړو له نظره لږ دي.

وروسته له هغه چې امریکا په عراق کې د ایران پوځي جنرال وواژه او د امریکا او ایران تر منځ د لوی کړکېچ امکان رامنځته شو، نړۍ د ایران پوځي وړتیاوې له نيږدې څاري.

د ایران وسله وال ځواک څومره پیاوړی دی؟

د تهران اصلي هدف دا دی چې په منځني ختيځ کې خپلې ګټې خوندي کړي او یا هم په سیمه کې د سعودي عربستان غوندي مخالفانو مخه ونیسي.

څېړونکي وايي، د دې اقدام په خاطر به تهران نه غواړي په جګړه کې ښکېل شي، ځکه د دې هیواد پوځ د امریکا له ځواکونو سره او یا هم په منځني ختيځ کې د امریکا د متحدانو له ځواکونو سره د پرتلې وړ نه دي.

ایران اټومي وسلې نه لري، خو نیابتي جګړې يې ډيرې دي

د ایرانیانو اټومي پروګرام ډېر ناندریز دی، خو اوسمهال دوی د اټمي وسلو جوړولو وړتیا نه لري.

دي اتلانتیک امریکايي مجلې لیکلي چې روسیه او چین د ایران متحدان دي، خو تهران په سیمه کې وفاداره متحد هیوادونه نه لري. د نړۍ له تر ټولو منزوي شویو هېوادونو څخه یو ایران د نیابتي جګړو ستراتيژي پر مخ وړي.

د فعال پرسونیل پر اساس د ایران پوځ په نړۍ کې اتم لوی پوځ دی، خو دا پوځ په نړۍ کې د ناانډولۍ جګړې پر مخ وړي.

د ایران پوځي بودجه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې تر دیارلس ملیارده ډالرو زیاته وه چې په دې سره دغه هیواد په نړۍ کې تر ټولو زیات پوځي مصارف لرونکی اتلسم هیواد دی.

خو سیمه ییز مخالف هېواد یې سعودي عربستان ۱۸،۵میلیارده ډالره مصرف درلود. د امریکا پوځي مصارف ۷۰۰ میلیارده ډالره دي.

په پوځ کې دننه یو پوځ

سپاه پاسداران انقلاب اسلامي پنځه برخې لري. یوه برخه یې قدس ځواکونه دي چې مشري یې د روان کال تر جنورې پورې له لسیزو راهيسي قاسم سلیماني کوله. د جنورۍ په درېيمه نېټه امریکا په عراق کې سلیماني د بې پيلوټه الوتکې په حمله کې وواژه.

قدس ځواکونه تر ډېره پر بهرنیو عملیاتو په ځانګړې توګه منځني ختيځ تمرکز کوي.

یوازې د کرار په نوم د ایران نوي ټانکونه له نړیوالو ټانکونو سره د پرتلې وړ دي.

ټانکونه

ایران ۱۶۳۵ ټانکونه او ۱۹۰۰ راکټ لانچر لري. خو دا ټانکونه پخواني دي او یوازې د کرار په نوم نوي ټانکونه چې ټاکل شوې وه د ایران پوځ يې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې تر لاسه کړي، له نړیوالو ټانکونو سره د پرتلې وړ دي.

سمندري او هوايي قواوې

د ایران سمندري ځواک نسبتاً ښه دی، خو د الوتکو وړلو وړتیا نه لري.

د ایران هوایي ځواکونه یوازې ۵۰۹ الوتکې لري چې دا د کمیت او کیفیت دواړو له نظره لږ دي.

د ایران د هوايي ځواک ډېری برخه د ایران د شاه له دورې راهيسي او یا هم د صدام حسېن د عراقي ځواکونو پاتې دي.

صدام حسېن په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د فارس خلیج د جګړې پر مهال ډېری الوتکې ایران ته انتقال کړې چې د امریکا په مشرۍ ځواکونه یې له منځه یونسي.

پر میزایلو اتکا

د امریکا بندیزونو د ایران اقتصاد له پښو غورځولی ځکه د دې هېواد د تېلو صادرات ډېر کم شوي دي. خو ایران د منځني او لنډ واټن ویشتونکو میزایلو د سیستم لرلو په برخه کې تر ټولو پرمختللی هېواد بلل کیږي.

د درې سوه کیلومتره واټن ویشتونکي شهاب میزایلو واشنګټن اړ کړ چې په ګاونډي هېوادونو کې د ایران د حملې د مخنيوي په هدف پاتریات د الوتکو ضد سیستم ځای پر ځای کړي.

تهران د انټرکانتننتال توغندیو پر جوړولو هم کار کړی که څه هم دا پروګرام د نړۍ د قدرتونو او ایران تر منځ په ۲۰۱۵ میلادی کال کې د اټومي موافقې د برخې په توګه درول شوی وو.

په ۲۰۱۸ میلادي کال کې امریکا له دې موافقې ووته. کله چې امریکا په عراق کې ایرانی جنرال قاسم سلیماني وواژه، ایران هم له دې موافقې د وتلو اعلان وکړ.

درې اړخیزه ستراتيژي

ډېری څېړونکي په دې باور دي چې ایران به له امریکا سره هیڅ کله په مخامخ جګړه کې ښکېل نه شي، خو په منځني ختیځ کې به د امریکا ګټو ته د زیان رسولو لپاره عملیات پر مخ یوسي.

د دې لپاره به تهران له ایرانه دباندي ګومارل شوي قدس ځواکونه پر امریکايي اهدافو د حملو لپاره وکاروي.

که د هرمز په تنګي کې جګړه پیل شي، ایران به د دا ډول محاصرې پر مهال د تېلو له ذخایرو کار اخلي. دا ذخایر په نړۍ کې څلورم مقام لري.

تهران د مځکې له لارې تر حمله لاندې د راتلو اندېښنه نه لري، ځکه دا ډول حمله به د څېړونکو په باور ۱.۶ میلیونه ځواکونو ته اړتیا ولري چې د امریکايي ځواکونو پر ضد د سخت دريځۍ مخه ونیسي.