حسن نصرالله: د قاسم سلیماني د غچ اخیستلو وخت رسېدلی

حسن نصرالله پرون په یوه ټلویزیوني بیان کې دا خبره وکړه.

د لبنان حزب الله ډلې ویلي چې د قاسم سلیماني د غچ اخیستلو وخت رسېدلی، خو له سیمې د امریکايي ځواکونو لرې کول اوږد مزل غواړي.

دا خبره پرون د دې ډلې رهبر حسن نصرالله په یوه ټلویزیوني بیان کې وکړه.

نصرالله دا ادعا هم وکړه چې ګواکې د قدس ډلې وژل شوي قومندان قاسم سلیماني د امریکا پر سفارتونو د بمي بریدونو پلان درلود.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ مخکې ویلي و سلیماني ځکه عراق ته په رسېدو ووژل شو چې پلان یې درلود د امریکا پر سفارت بمي برید وکړي.

امریکايي چارواکو د حزب الله ډلې د تازه دریځ په اړه څه نه دي ویلي.

امریکا د حزب الله ډله یو تروریستي سازمان بولي چې په ۱۹۸۲ کال کې د ایران د سپاه پاسداران له خوا رامنځته شوې ده.