منظور پښتین: پښتنو سره د پاکستان د حکومت چلند نه دی بدل شوی

ښاغلي پښتین دا خبره پرون د پښتون ژرغونې غورځنګ زرګونه غړیو او پلویانو ته په وینا کې وکړه.

پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د دغه هېواد حکومت د پښتنو په وړاندې "له ظلمه ډک چلند" نه دی بدل کړی.

هغه دا خبره پرون د پښتون ژرغونې غورځنګ زرګونه غړیو او پلویانو ته په وینا کې وکړه.

د پښتون ژرغونې غورځنګ غړي او پلویان چې شمېر یې شل زره ښودل شوی پرون د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په بنو کې راټول شوي و.

د دوی ترمنځ ګڼ داسې خلک و چې د کورنۍ غړي يې تري تم شوي.

د غونډې ګډونوالو امنیتي ادارې تورنې کړې چې د خلکو په ورکولو کې لاس لري او د پښتنو ځورونه نه بندوي.

ښاغلي پښتین وویل چې د غورځنګ راتلونکې غونډه به د بلوچستان په پښتنون مېشته سیمه کې کوي چېرته چې تېر کال د پي ټي ایم یو مخکښ غړی ارمان لوڼی دده په ادعا د پوځیانو له خوا ووژل شو.

د پاکستان حکومت په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په پرونۍ غونډه کومه تبصره نه ده کړې، خو تر دې وړاندې یې ویلي یې چې د پي ټی ایم زیاتې غوښتنې له هغې ډلې د تري تم شویو کسانو د موندلو په برخه کې یې کار کړی دی.