ډونالد ټرمپ د ایران حکومتي مشرانو ته: خپل معترضان مه وژنئ

د امریکا ولسمشر پرون (جنورۍ ۱۲مه) په خپله ټویټرپاڼې د ایران مشرانو ته لیکلي چې مظاهره چیان ونه وژني او دا چې ټوله نړۍ په تېره بیا امریکا متحده ایالتونه یې څاري.

په ایران کې پرون او وړمه ورځ په پلازمینه تهران او څو ښارونو کې خلکو د حکومت ضد مظاهرې وکړې.

دوی د ایران د حکومت په لاس د یوې مسافروړونکې اوکراینۍ الوتکې نسکورلو غصه کړي و او سړکونو ته ووتل.

په ځینو سیمو کې پر مظاهره چیانو د امنیتي ځواکونو له خوا د ډزو او اوښکې بهوونکو ګازو د کارولو راپورونه ورکړل شوي.

د امریکا ولسمشر پرون (جنورۍ ۱۲مه) په خپله ټویټرپاڼې د ایران مشرانو ته لیکلي چې مظاهره چیان ونه وژني او دا چې ټوله نړۍ په تېره بیا امریکا متحده ایالتونه یې څاري.

ډونالد ټرمپ لیکلي: "د ایران مشرانو ته! خپل اعتراض کوونکي [هېوادوال] مه وژنئ. زرګونه کسان ستاسو په لاس یا وژل شوي یا بندیان شوي. ټوله نړۍ مو څاري. په تېره بیا امریکا متحده ایالتونه څار لري. انټرنټ بیا وصل کړئ او خبریالانو ته اجازه ورکړئ چې ازادانه حرکت وکړي! د ایران د سترو خلکو وژنه بنده کړئ."

ټرمپ داسې وخت پرون یکشنبه دا ټوېټ وکړ چې ماښام مهال او تر هغه مخکې ټوله ورځ په تهران او څو نورو ښارونو کې پراخې مظاهرې وشوې.

مظاهره چیانو د رژیم ضد شعارونه ورکول او د ایران مشران یې د خلکو وژونکي بلل.

یوه ډله مظاهره چیان په تهران کې د شریف صنعتي پوهنتون دننه د حکومت ضد غږ پورته کړی و.

خلک وروسته له هغه سړکونو ته ووتل چې د ایران هوايي ځواک تایید کړه چې د جنورۍ په اتمه سهار وختي د دوی په یوه راکټ باندې د اوکراین هوايي شرکت مسافروړونکې الوتکه نسکوره شوې ده.

په دې پېښه کې ۱۷۶ کسان ووژل شول چې ۱۴۶ یې ایرانیان او کاناډايي ایرانیان، ۱۳ افغانان، یوولس اوکراینیان او ځینې نور هم د سوېډن، بریټانیا او جرمني اتباع و.

د دغو خلکو د وژل کېدو په غبرګون کې د حکومت ضد مظاهرې یواځې په تهران کې نه بلکې مشهد، اهواز، اصفهان، تبریز، سنندج، کرمانشاه، شیراز او قزوین ته هم غځېدلې دي.

په ایران کې پرون او وړمه ورځ په پلازمېنه تهران او څو ښارونو کې خلکو د اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکې راغورځولو له امله د حکومت ضد مظاهرې وکړې.

په تهران، شیراز او اصفهان کې په مظاهره چیانو باندې د اوښکې بهوونکي ګاز د کارولو او ځینې ځایونو کې د ډزو راپورونه ورکړل شوي.

د ځینو راپورونو په اساس چې د ازادي راډیو فردا څانګې ته رسېدلي د تهران ټولې مټروګانې تړل شوي او د ځمکې لاندې ټرانسپورټي لارې بندې دي.

د ایران خلک یو وار بیا وروسته له هغه را پاڅېدلي چې د سپاه پاسداران د قدس ډلې قومندان قاسم سلیماني د امریکا په لاس د بغداد نړیوال هوایي ډګر ته نږدې د جنورۍ په دریمه ووژل شو.

ایران یې په غبرګون په عراق کې د امریکا دوه پوځي اډې د جنورۍ په اتمه په راکټونو وویشتې او په هماغه سهار وختي یې د اوکراین ایرلاین الوتکه هم په تهران کې راوغورځوله.

د تېر کال په نومبر میاشت کې ایرانیانو په څه باندې سلو ښارونو کې د رژیم ضد سختې مظاهرې وکړې چې د پوځيانو او د حکومت ملاتړیو ډلو په تېره بیا بسیجیانو له خوا وځپل شول.

د امریکا حکومت وویل چې د دوی د راپورونو په اساس ایران د نومبر په مظاهرو کې یو نیم زر کسان ووژل او څه باندې اوه زره نور یې بند ته واچول.