چارواکي: غزني کې د عملیاتو پرمهال ۱۷ وسله وال وژل شوي

د غزني ښار یوه څنډه- ارشیف

د غزني چارواکي په دې ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۷ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري نن یکشنبې له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، دا عملیات د ګېلان ولسوالۍ په جهانګیر بازار او حضرت شاه، د اندړو ولسوالۍ په سني او د ګیرو ولسوالۍ په بابکر خېل سیمو کې پرون مازیګر د ځانګړو افغان ځواکونو او د غوڅ ملاتړ ماموریت د هوايي ځواک له خوا وشول چې په نتیجه کې یې ۱۵ وسله وال او د مخدرو موادو دوه قاچاقبران وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د غزني د والي ویاند ښاغلي نوري همداراز یادونه وکړه چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

تراوسه وسله والو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.