د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تهران کې له جګپوړو ایراني چارواکو ګوري

په پام کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

په پام کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې له جګپوړو ایراني چارواکو سره لیده کاته وکړي.

دا کتنه په داسې حال کې پلان شوې ده چې د امریکا په هوايي حمله کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته په سیمه کې کړکېچ د پراختیا په حال کې دی او په دې لړ کې په پېښور کې سلګونه پارېدلو شیعیه فعالانو له تېرو دوو ورځو راهیسې اعتراضونه پیل کړي دي.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت وايي چې شاه محمود قریشي به د خپل سفر په ترڅ کې له ډیپلوماتیکو لارو چارو د روانې لانجې په حل کې د خپل هېواد چمتووالی او ملاتړ څرګند کړي.

د دې وزارت له خوا په یو خپاره شوي بیان کې راغلي، روان کړکېچ په سیمه کې- چې هسې هم ناامنه ده، سوله او ثبات ګواښي او دا لانجه سمدستي ډله ییزو هڅو او سوله ییز حل ته اړتیا لري.

قریشي به له خپل ایراني سیال جوادظریف سره ترخبرو وروسته سعودي عربستان او بیا متحدایالاتو ته ولاړ شي.