موټر چلوونکي: د ارزګان-کندهار ترمنځ لویه لار تړل شوې

کندهار-ارزګان لویه لار.

یو شمېر موټر چلوونکي وايي، د ارزګان-کندهار لویه لار د واورې د زیات اورښت له کبله تړل شوې ده.

دوی وايي، د یادې لارې تړل کېدو خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي او زیات موټرونه په لاره کې بند پاتې دي.

په دې اړه نور حال له ارزګان څخه د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان او کندهار د لویې لارې په اړه راپور