ټاکنو کمېسیون: له وضاحت وروسته شکایتونو کمېسیون سره همکاري کوو

ارشیف

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، هر کله چې یې د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیونه لازم وضاحت ترلاسه کړ، په ځینو محلونو او مرکزونو کې به د رایو بیا شمېرنه پیل کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه ویندوی عبدالعزیز ابراهیمي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ژمن دی چې د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره مرسته وکړي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هغو مرکزونو او محلونو په اړه د لا زیات وضاحت غوښتنه کړې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په کې د رایو د بیا شمېرلو غوښتونکی دی، مونږ دا وضاحت غوښتی چې په کومو ولایتونو کې په څه ډول او په کومو دلایلو د رایو بیا شمېرنه غواړي."

د ښاغلي ابراهیمي په وینا، تخنیکي ټیمونه به جوړ شي او د رایو د بیا شمېرلو او تفتیش کار به پیل کړي.