چارواکي: کندز کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي

افغان سرتېري کندز کې د عملیاتو پرمهال. 12/4/2019

په کندز کې د وسله والو طالبانو د یوه قومندان په ګډون ۶ وسله وال وژل شوي دي.

د پامیر ۲۱۷ قول اردو مرستیال عبدالهادي جمال په دې اړه پرون د جنورۍ په ۱۱مه، په یوه بیان کې ویلي چې د کندز په اقتاش ولسوالۍ کې پوځي عملیات شوي او د وسله والو د یو قومندان ملا خلیل په ګډون ۶ طالبان وژل شوی دی.

د ملي دفاع وزارت په وینا، د کندز په دې سیمه کې له تېرو شپږ ورځو راهیسې پوځي عملیات روان دي.

د عبدالهادي جمال په وینا، په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۷ وګړي زخمیان شوي دي.

په اعلامیه کې همدا راز ادعا شوې چې په وروستیو څو ورځو کې د جنګل باشي، غارچي، جنت باغ او کابلي قشلاق کلي له وسله والو طالبانو پاک شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دې کړې.